کورپاڼه / خپلواک / د سویلي افریقا او هالېنډ لوبلړۍ لغوه شوه

د سویلي افریقا او هالېنډ لوبلړۍ لغوه شوه

تېره ورځ د هالېنډ او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ د نړیوال جام سوپر لیګ سیالیو لوبلړۍ پیل شوه، چې یاده لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته ورسېده.

په یاده لوبه کې سویلي افریقا په لومړي وار سره توپ وهنه وکړه او د اتو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۷۷ منډې وکړې، چې بیا هالېنډ په دوه اورونو کې ۱۱ منډې وکړې او باران پیل شو تر دې چې لوبه بې پایلې پای ته ورسېده.

اوس سرچینې وايي چې په سويلي افريقا کې د کرونا وايروس د نوې بڼې د خپريدو له امله ياد هيواد د انګلستان له لورې په سور ليسټ کې شامل شو او نورو هيوادونو سره يې هم سفرونه محدود کړي دي.

راپورونه وایي، د کرونا وايروس نوی بڼه او څلورمه څپه په سويلي افريقا کې په چټکۍ سره خپريږي چې له امله يې هالېنډ د ياد هيواد سره دوه پاتې يوه ورځنۍ لوبې لغوه کړې.

بل لوري ته هند کرکټ بورډ د سویلي افریقا په کوربتوب د سیالیو په اړه څه نه دي ویلي، خو ښایي نږدې وخت کې پرېکړه وکړي.

دا هم ولولئ

د ۲۰۲۱ کال ځانګړتیا؛ له جمعې پیل شوی او د جمعې په ورځ پای ته ورسېد

د ۲۰۲۱ کال یو ځانګړتیا دا وه چې د یاد کال پیل او پای له …