کورپاڼه / کرکټ / کپیل دیو د راهول ډراویډ په اړه لویه ادعا کړې

کپیل دیو د راهول ډراویډ په اړه لویه ادعا کړې

د هند کرکټ د نړیوال جام ګټونکي لوبډلمشر کپیل دیو د مشر روزونکي په توګه د راهول ډراویډ د ټاکلو په اړه لویه ادعا کړې ده.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، کپیل دیو په خپلو وروستۍ مرکه کې د هند کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي راهول ډراوېډ په اړه ویلي، راهول ډراوېډ ښه سړی او د کرکټ ښه لوبغاړی و، چې د روزونکي په توګه به ښه دنده ترسره کړي.

کپیل دیو ادعا وکړه، لکه څنګه چې راهول ډراویډ د کرکټ په ورځو کې د لوبډلې لپاره ښه لوبه ترسره کړې، هغه به اوس د روزونکي دنده په غوره توګه ترسره کړي. هغه ویلي، یو څه وروسته به موږ پوه شو چې راهول د هند لوبډلې لپاره څه کوي نو موږ باید یوازې مثبت فکر وکړو.

کپیل دیو دا هم ویلي، زه نن ورځ یوازې د کرکټ لیدلو او له لوبې څخه خوند اخلم. د شنونکي له نظره ورته نه ګورم. زما دنده دا ده چې له لوبې خوند واخلم.

هغه د هندي کرکټ لوبغاړي رویندرا جډیجا په اړه ویلي، هغه یو ښه لوبغاړی دی، خو له بده مرغه د توپ وهونکي په توګه یې ښه پرمختګ کړی، کله چې یې کرکټ پیل وکړ، ډېر ښه توپ اچونکی و، خو اوس ډېر ښه توپ وهونکی دی او کله چې هندي لوبډله هغه ته اړتیا ولري، نو هغه به ضرور ښه لوبه کوي.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …