کورپاڼه / روغتيا / د پښو د بد بویۍ لپاره باید څه وکړو؟

د پښو د بد بویۍ لپاره باید څه وکړو؟

ایا کله مو فکر شوی چې ځینې خلک د خپلو پښو د بد بوی څخه ډېر ځوریږي، ځکه چې د هغوی پښې ډېره خوله کوي او دا خوله د بد بوی لرونکي بکتیریا د ودې لپاره غوره چاپیریال چمتو کوي.

دا بکتریا یو ډول ګاز خپروي او پروټینونه او امینو اسیدونه د خوړو په توګه کاروي. د پښو بد بویي په نورو لاملونو کې فشار، درمل، هورمونیکي بدلونونه، درمل، د فنګسي انتاني، یاهم پاکوالی نه مراعتول.

که سرکې ته کمزوري تېزاب وویل شي نو بې ځایه به نه وي، دا د مختلفو بکتریاوو او فنګسونو په له منځه وړلو کې مرسته کوي او د پښو بد بوی لېرې کوي. اته ګیلاسه ګرمې اوبو کې نیم ګیلاس د مڼې واچوئ او خپلې پښې په ورځ کې دوه ځله د ۱۵ دقیقو لپاره پکې ډوب کړئ او بیا یې په پاکو اوبو ومینځئ.

تور چای د پښو د بد بوی په له منځه وړلو کې هم ډېر اغېزمن ګڼل کېږي. څلور کاچوغې تور چای په څلورو ګیلاسو ګرمو اوبو کې واچوئ او خپلې پښې پکې د ۲۰ دقیقو لپاره ډوبې کړئ او بیا یې وچې کړئ.

د پښو پاکوالي ته هم باید ځانګړې پاملرنه وشي، پښې وچې وساتئ او د بوی د لېرې کولو لپاره په پښو او جرابو باندې سپری واچوئ، په بوټانو کې یو څه د کارن فلور واچوئ، که ډېره خوله کوي باید درملنه یې وشي.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …