کورپاڼه / کرکټ / انضمام الحق د ویرات کوهلي په اړه څرګندونې کړي

انضمام الحق د ویرات کوهلي په اړه څرګندونې کړي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر انضمام الحق په ډاګه کړې، چې د ویرات کوهلي، د هن پخواني مشر روزونکي روي شاستري او د کرکټ بورډ ترمنځ اړیکې ښې نه وې.

انضمام الحق له يوه خصوصي تلویزون سره ځانګړې مرکه کېړې، چې په هغې کې يې د ويرات کوهلي او روي شاستري د استعفاء په اړه تبصره کړې.

انضمام الحق ویلي، ما په نړیوال جام کې د هند او پاکستان تر لوبې وړاندې هم ویلي و، چې د ویرات کوهلي، دا څرګندونې چې له ټورنمنټ وروسته لوبډلمشري پرېږدي، ښه پایلې نلري.

نوموړي ویلي چې هند لوبډلې ستر ټورنمنټ لوبوو او د کوهلي له پرېکړه داسې ښکارېده چې د سخت فشار لاندې وه او په دې هم ټول پوهېده چې له ټورنمنټ وروسته د شاستري ځای راهول ډراویډ نیسي.

د نوموړي پر وینا، باید دا ډول پرېکړه نه وای شوې، ځکه له دې داسې ښکاري چې د کوهلي، شاستري او بورډ ترمنځ ستونزې شته دی او د پوښتنې په ډول یې ویلي که هند نړیوال جام ګټلی وای نو آیا لوبډلمشر او روزونکی به لېرې شوی و.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

ای پي ایل کې مجیب الرحمان د ۲ کروړه روپيو کټګورۍ کې نوملیکنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان د ای پي ایل …