کورپاڼه / خپلواک / ابراهيم ځدراڼ وايي، هغه کوم پوسټ نه دى کړى او د هغه په نوم خپور شوى پوسټ جعلي دى
ابراهيم ځدراڼ

ابراهيم ځدراڼ وايي، هغه کوم پوسټ نه دى کړى او د هغه په نوم خپور شوى پوسټ جعلي دى

خپلواک وېبپاڼه (١٢ دسمبر ٢٠١٩): د افغانستان ځوان توپوهونکي ابراهيم ځدراڼ له خپلې رسمي فېسبوکپاڼې يو پوسټ کړى دى، چې په هغه کې يې ويلي دي، چې هغه کوم پوسټ نه دى کړى.

وروسته له هغې، چې تېره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره د راشد خان پر ځاى پخوانى لوبډلمشر اصغر افغان يو ځل بيا لوبډلمشر وټاکه، نو له هغه وروسته دغه پرېکړې سره پخواني لوبډلمشر ګلبدين نايب غبرګون ښکاره کړ او وې ويل چې هغه به نور د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ کې لوبه ونکړي.

وروسته له هغه ځينې خلک د اصغر افغان په بيا ځلې لوبډلمشر کېدو نيوکې کوي او ځينې بيا د هغه ملاتړ کوي او وايي چې اصغر افغان چې کوم وخت کپتان و، نو ډېرې برياوې يې راوړي او هغه د لوبډلمشرۍ ښه وړتيا لري.

خو له دې سره سم د ابراهيم ځدراڼ په نوم يو پوسټ په ټولنيزو رسنيو کې ښکته پورته کېږي، چې ګوا کې هغه ويلي دي چې د ګلبدين نايب تر څنګ ولاړ دى او اصغر افغان يو مافيايي دى، چې د ځوانو لوبغاړو حق يې خوړلى دى.

د دغه خبر له خپرېدو وروسته ابراهيم ځدراڼ په خپله رسمي فېسبوکپاڼه په يوه پوسټ کې ليکلي دي، چې ګرانو هېوادوالو، زه بله کومه پاڼه نه لرم، صرف همدا يو پېج لرم چې نورې پاڼې ټولې جعلي دي. هغه همدا راز وايي، چې ما نن کوم پوسټ نه دى کړى.

١٨ کلن ابراهيم ځدراڼ چې د افغانستان لپاره يې ٢ ټېسټ لوبې، ١ يو ورځنۍ لوبه او ٣ شل اوريزې لوبې ترسره کړي دي، په ټېسټ کې يې ١٤٨، په يو ورځنيو کې يې ٢ او په شل اوريزو کې يې ١٤ منډې کړي دي.

نوموړي په فرسټ کلاس سياليو کې بيا ١٦ لوبې کړي او ٩٤٨ منډې يې ترلاسه کړي دي، همدا راز د لېسټ اې په ١٨ سياليو کې يې ٥٢٥ منډې کړي دي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …