کورپاڼه / روغتيا / د مېوو او سبزیجاتو په خوړلو سره دماغي ناروغۍ له منځه وړل کېږي

د مېوو او سبزیجاتو په خوړلو سره دماغي ناروغۍ له منځه وړل کېږي

د عمر په تېرېدو سره د دماغو داخلي التهاب زیاتیږي، چې بیا د عصبي تخریب لامل کیږي. بله خوا سبزیجات او میوې بې شمیره ګټې لري او اوس ویل کېږي چې دا زموږ د بدن مرکزي او مهم غړي دماغو لپاره ګټور وي.

د دې لومړی لامل دا دی چې میوې او سبزیجات د غوړو او بازاري خواړو په پرتله په زیاته کچه فایټو کیمیکلونه، منرالونه او پولیفینول لري.

یاد توکي د وینې جریان ګړندی ساتي. د وينې جريان د مغز په ګډون د بدن ټولو غړو وینه او اکسیجن رسوي او ترڅنګ یې د دماغ په ښه فعالیت کې مرسته کوي.

د امريکا د عصبي علومو اکاډمۍ، چې څېړنه يې تازه خپره شوې، په هغې کې بل مهم ټکی دا دی چې میوې او سبزیجات ډیری مرکبات لري چې داخلي التهاب کموي.

په زړو یا ډېر عمر لرونکو کسانو کې دا ډول التهاب کولی شي د ډیمنشیا او الزایمر په ګډون د یو شمیر تخریبي ناروغیو لامل شي. له همدې امله د سبزیجاتو او میوو کارول د داسې خلکو لپاره خورا ګټور تمامېږي.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …