کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ټیم ابوظهبۍ د ماتو لړۍ پیل شوه

د ټیم ابوظهبۍ د ماتو لړۍ پیل شوه

د ټي ټین لیګ په نوولسمه لوبه کې هیڅ افغان لوبغاړي ته چانس ورنکړل شو او لوبه نارترن واریرز لوبډلې وګټله او ټیم ابوظهبۍ دویمه ماتې وخوړه.

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ ۱۹مه لوبه د نارترن واریرز او ټیم ابوظهبۍ لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې نارترن واریرز د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

ټیم ابوظهبۍ لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۵ منډې وکړې، چې له ډلې یې کولن انګرام ۶۱، لیام لیونګسټون ۲۷ او پال سټرلینګ ۲۸ منډې وکړې. د نارترن واریرز لخوا عمران طاهر او ریاد ایمرت دوه، عمر علي او جوش لیټل یوه-یوه ویکټې ترلاسه کړې.

نارترن واریرز لوبډلې د ۱۴۶ منډو هدف پرته د کوم لوبغاړې له سوځېدو د لسم اور په لومړي توپ ترلاسه کړ او ټیم ابوظهبۍ لوبډلې ته یې په لس ویکټو ماتې ورکړه.

د نارترن واریرز لپاره لیام کینر لیویس ۶۵ او معین علي ۷۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. معین علي، چې په ۲۳ توپونو یې ۷۷ منډې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی شو.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …