کورپاڼه / بېلا بېل / سعودي عربستان عام لمونځ کوونکو ته هم د طواف اجازه ورکړه

سعودي عربستان عام لمونځ کوونکو ته هم د طواف اجازه ورکړه

سعودي عربستان د عمره کوونکو ترڅنګ عامو عبادت کوونکو یا لمونځ کوونکو ته هم اجازه ورکړه، چې د کعبې شریفې زیارت وکړي.

د سعودي عربستان د رسنیو د راپور له مخې، د حرمین شریفین د عمومي ریاست ویاند هاني حیدر ویلي، چې د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز عامو لمونځ کوونکو ته هم د کعبې شریفې په لومړي پوړ کې د زیارت کولو اجازه ورکړې.

د کعبې او مسجد نبوي د عمومي ریاست ویاند زیاته کړې، هغه کسان چې عمره نه کوي هغوی کولی شي چې په ورځ کې درې ځلې په ټاکلي وخت طواف یا زیارت وکړي، خو عام عبادت کوونکي باید د عمره کوونکو په څېر د طواف لپاره ځانګړې اجازه ترلاسه کړي.

له دې وړاندې یوازې عمره کوونکو ته د طواف کولو اجازه وه، خو د کرونا وبا د کمیدو له امله په کعبه او مسجد نبوي کې د کرونا محدودیتونه نرمیږي، ټولنیز واټن شرط ختم شوی او د لمونځ کوونکو شمېر هم زیات شوی.

د یادونې وړ ده چې د کرونا وایروس د محدودیتونو کمېدو ګټه یوازې هغه کسان ته رسېږي، چې د کرونا واکسین یې بشپړ کړی وي.

دا هم ولولئ

آیا ستاسو ماشومان هم د سر له سپږو په عذاب دي؟

سپږې نه یوازې ماشومان نا آرامه کوي، بلکې پر روغتیا یې اغېزې هم کوي او …