کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۸۵ منډې قرضداره دی

پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۸۵ منډې قرضداره دی

د بنګله دېش او پاکستان لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو د اولې ټیسټ لوبې دویمه ورځ پای ته ورسېده، پاکستان ۱۸۵ منډې لا هم قرضدار دی.

دغه لوبه د بنګله دېش په کوربتوب ترسره کېږي، چې د لوبې په پیل کې بنګله دېش لوبډلې پچه وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

بنګله دېش په لومړۍ پاڼۍ ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۵ اورونه ولوبول او ۳۳۰ منډې یې وکړې، چې لیتن داس ۱۱۴، مشفیق الرحیم ۹۱ او مهدي حسن ۳۸ منډې وکړې.

د پاکستان لپاره حسن علي غوره توپ اچونه وکړه، هغه پنځه ویکټې ترلاسه کړې. دغه راز
شاهین افریدي او فهیم اشرف دوه او ساجد خان یوه ویکټ ترلاسه کړه.

پاکستان د دویمې ورځې تر پایه ۵۷ اورونه ولوبول، کوم یو لوبغاړی یې له لاسه نه دی ورکړی، ۱۴۵ منډې کړي، چې عابد علي ۹۳ او عبدالله شفیق ۵۲ ناسوځېدلې منډې کړي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …