کورپاڼه / تجارتي ليګونه / چینای بریویس لوبډلې د ماتو او ځاځي د غوره توپوهنې لړۍ روانه وساتله

چینای بریویس لوبډلې د ماتو او ځاځي د غوره توپوهنې لړۍ روانه وساتله

د ټي ټین لیګ په شلمه لوبه کې پنځه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، چې کریم جنت هیڅ ونه کړل، قیس احمد یوه ویکټ واخیسته، سمیع الله شینواري، محمد شهزاده او حضرت الله ځاځي ښه لوبه وکړه او لوبه چینای بریویس وبایلله.

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ ۲۰مه لوبه د چینای بریویس او بنګله ټایګرز لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې بنګله ټایګرز د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

چینای بریویس لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۸۹ منډې وکړې، چې له ډلې یې محمد شهزاد ۳۲، مارک دیال ۲۸ او سمیع الله شینواري ۱۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. د بنګله ټایګرز لخوا لوک فلیچر دوه، قیس احمد او لوک ووډ یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

بنګله ټایګرز لوبډلې د ۹۰ منډو هدف د یو لوبغاړي په سوځېدو د پنځم اور په پنځم توپ ترلاسه کړ او چینای بریویس لوبډلې ته یې په نهو ویکټو ماتې ورکړه.

د بنګله ټایګرز لپاره جوهانس چارلیس ۳۰ او حضرت الله ځاځي ۴۶ ناسوځېدلې منډې وکړې. د چینای بریویس لخوا رومان والکر یوه ویکټ ترلاسه کړه. حضرت الله ځاځي، چې په ۱۶ توپونو یې ۴۶ منډې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی شو.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …