کورپاڼه / هنر او کلتور / عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه بخښنه غوښتې

عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه بخښنه غوښتې

د بالیووډ مسټر پرفیکشنیسټ عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه بخښنه غوښتې او ژمنه یې کړې چې د یاد فلم لپاره به اعلانات کوي.

عامر خان په یوه مرکه کې ویلي، زه د (کی جي ایف ټو) له اداکار، پروډیوسر او ډایرکټر څخه بخښنه غواړم، چې زما نوی راتلونکی فلم او کی جي ایف ټو په یوه نېټه خپرېږي او باکس افس به یې ترمنځ ټکر واقع شي.

تیره اونۍ عامر خان د خپل ځنډېدلي فلم (لال سینګ چدها) د خپریدو نیټه اعلان کړه. (لال سینګ چده) او (کی جي ایف ټو) فلمونه به د راتلونکي کال د اپریل په ۱۴مه سینماګانو ته وړاندې شي.

عامر خان په دې مرکه کې ویلي، چې په یوه ورځ د دواړو فلمونو د خپرېدو له امله یې د کی جي ایف ټو، ټیم ته یو لیک لیکلی او بخښنه یې غوښتې او ویلي یې دي چې ستاسو فلم ته به اعلانات کوم.

د یادونې وړ ده چې په هند کې د کرونا وایروس د پیښو د زیاتیدو له امله د دواړو فلمونو د خپریدو نیټه څو ځله بدله شوې وه.

دا هم ولولئ

شویتا سینګ: د سشانت سینګ نیمګړي ارمانونه به پوره کوم

د بالیووډ ځوانمرګ اداکار سشانت سینګ راجپوت خور وایي، چې د خپل ورو نیمګړي ارمانونه …