کورپاڼه / تجارتي ليګونه / بالاخره د نجیب ځدران پر بیټ هم بال راغی او دکن ګلیډیټرز بریا خپله کړه

بالاخره د نجیب ځدران پر بیټ هم بال راغی او دکن ګلیډیټرز بریا خپله کړه

د ټي ټین لیګ په ۲۱مه لوبه کې درېیو افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، چې نجیب ځدران په ۱۱ توپونو ۳۵ منډې وکړې، رحمن الله ګربز منډې وکړې او فضل الحق فاروقي په یو اور کې ۱۴ منډې ورکړې. لوبه دکن ګلیډیټرز وګټله

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ ۲۱مه لوبه د ډیلي بولز او دکن ګلیډیټرز لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې دکن ګلیډیټرز د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

ډیلي بولز لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو ۹۴ منډې وکړې، چې له ډلې یې ډومینک ډریکس ۱۶، ایون مورګن ۱۵، لوک رایټ ۱۴ او رومایرو شیفرډ ۲۶ ناسوځېدلې منډې وکړې. د دکن ګلیډیټرز لخوا ونیندو هسرنګا او ټایمل میلز دوه-دوه، سلطان احمد او وهاب ریاض یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دکن ګلیډیټرز لوبډلې د ۹۵ منډو هدف د دوه لوبغاړو په سوځېدو د شپږم اور په لومړي توپ ترلاسه کړ او ډیلي بولز لوبډلې ته یې په اتو ویکټو ماتې ورکړه.

د دکن ګلیډیټرز لپاره نجیب ځدران ۳۵ او ټام بینټن ۴۶ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ډیلي بولز لخوا عادل رشید او عقیل حسین یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …