کورپاڼه / روغتيا / که د ماشومانو ویښتانو مو کمزوري وي یا وده نه کوي، نو له دې لارو چارو ګټه پورته کړئ

که د ماشومانو ویښتانو مو کمزوري وي یا وده نه کوي، نو له دې لارو چارو ګټه پورته کړئ

زیاتره والدین شکایت کوي چې د ماشومان ویښته یې وده نه کوي، په ځانګړې توګه کله چې د نجونو ویښته وده نه کوي، نو والدین یې په فکر کې وي، چې دا په راتلونکې څنګه کېږي، د ویښتانو سټایل به څنګه شي. د دې ځینې لارښوونې عملي کړئ.

د څو ورځو یا څو میاشتو ماشومان ډیر لږ ویښتان لري. همدا لامل دی چې والدین د خپلو ماشومانو ویښتو ته اندېښمن وي. که تاسې هم له دې ډول والدینو څخه یاست نو ډیره اندیښنه مه کوئ، بلکې هڅه وکړئ چې د نرمو غاښونو لرونکي برش سره د ماشومانو ویښتان ږمنځ کړئ، چې په دې سره به یې د وینې جریان ګړندی شي.

بل لوري ته د کوپرې تېل د سر د پوستکي ستونزې کموي او د ویښتو په وده کې هم مهم رول لوبوي. هڅه وکړئ ترڅو هره ورځ د ماشوم پر سر د کوپرې تېل ووهئ، ترڅو د ماشومانو ویښته مو پیاوړي، ځلانده او وده وکړي او دا هم یاد ولرئ چې پر ویښتانو کې یې کلیپ یا پونی مه ږدئ.

د ویټامین ای تېل ټول هغه خصوصیات لري چې د ماشومانو د ویښتو د ګړندۍ ودې لامل کیږي. د ویټامین ای څو څاڅکي د کوپرې په تیلو کې ګډ کړئ او د ماشومانو پر سر یې ووهئ او هڅه وکړئ چې د ماشوم سر په شامپو ووهئ ترڅو خیره راټوله نشي او نوې حجرې رامنځته شي.

الوویرا د ویښتانو د ګړندي ودې ځانګړې وړتیا لري. لږ څه د الوویرا جیل راواخلئ او د ماشوم په سر باندې یې ووهئ، له ۱۵ څخه تر ۲۰ دقیقو لپاره یې پریږدئ او بیا یې ووینځئ.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ له نزلې او زکام خوندي پاتې شئ؟ نو دا مشروب استعمال کړئ

د ژمي له پیل سره یو شمېر ناروغۍ هم پیدا کېږي، چې زکام او ټوخی …