کورپاڼه / د لوبو راپورونه / عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله په دې بریالۍ شوه، چې نمیبیا لوبډلې ته په ۹ منډو ماتې ورکړي او په دې سره یې د تېرې لوبې، چې نمیبیا ګټلې وه، واخیست.

دا لوبه چې د نمیبیا په کوربتوب پرون ترسره شوه، د لوبې په پیل کې عمان لوبډلې پچه وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه.

عمان لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۹۱ منډې وکړې، چې له ډلې یې کشیاف پراجاپتي ۵۲، عیان خان ۸۳ او عاقب ایاس ۴۳ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

نمیبیا لپاره روبین تریمپلمن ښه توپ اچونه وکړه، هغه پنځه ویکټې ترلاسه کړې. دغه راز جی جی سمیت دوه، جان فریلینک او پیکيا فرانسي یوه-یوه ویکټ ترلاسه ترلاسه کړه

نمیبیا لوبډلې د ۲۹۲ منډو هدف په تعقیب د ۹ لوبغاړو په د لاسه ورکولو ۲۸۲ منډې وکړې، چې په دې سره یې په ۹ منډو ماتې وخوړه.

د نمیبیا لپاره ذیني ګران ۴۷، کریګ ویلیمس ۳۸ او جی جی سمیت ۹۴ ترټولو زیاتې منډې وکړې. د عمان لخوا ذیشان مقصود درې، بلال خان او محمد ندیم دوه-دوه او عیان خان یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …