کورپاڼه / هنر او کلتور / ایوش شرما: سلمان خان د واده کولو لپاره وخت نه لري

ایوش شرما: سلمان خان د واده کولو لپاره وخت نه لري

د سلمان خان د خور خاوند او په (انتم) فلم کې د هغه همکار ایوش شرما ویلي، هغه په دې نظر دی چې سلمان خان د واده کولو لپاره وخت نه لري.

د یادونې وړ ده، له سلمان خان څخه د واده په اړه څو ځلې دا ډول پوښتنې شوي او هغه هر ځل خبره اړولې ده. خو د سلمان د خور خاوند ایوش شرما ویلي، چې د سلمان د کار کولو سټایل داسې دی چې د واده کولو وخت نه لري.

آیوش د یوې مرکې په ترڅ کې ویلي چې هغه هیڅکله له سلمان خان سره د واده په اړه خبرې نه دي کړي. خو هغه دا هم ویلي سلمان خان چې څه ډول دی، خوشحاله دی، هغه به په دې اړه خپله پریکړه کوي.

ایوش ویلي چې سلمان خان ساده ژوند خوښوي او زه د هغه په ​​څیر ساده نه یم. هغه دغه راز ویلي، که تاسو د سلمان خان څخه د هغه د موبایل په اړه وپوښتئ نو تاسو به حیران شئ، چې هغه یو داسې موبایل کاروي، چې دوه یا درې کاله عمر پخوانی دی، ځکه چې هغه د ګرځنده موبایلونو سره علاقه نلري.

هغه زیاته کړې ده، چې په ​​کور کې د نویو جامو یا نویو وسایلو او شیانو سره علاقه نلري، هغه یوازې فلمونو سره مینه لري او بس.

دا هم ولولئ

شاه رخ خان، سلمان خان، عامر خان او اکشی کمار

د بالیووډ مشهور اداکاران په یو فلم کې د کار کولو څومره پېسې اخلي؟

په هند کې د بالیووډ سینما یو له هغه سینماګانو څخه دی، چې په لویه …