کورپاڼه / روغتيا / د ژمي وچه او خوندوره مېوه وچ املوک هم حیرانوونکې ګټې لري

د ژمي وچه او خوندوره مېوه وچ املوک هم حیرانوونکې ګټې لري

د ژمي په رارسېدو سره د وچې مېوې د پېر او پلور بازار هم ګرمېږي او موږ په دې نه پوهېږو چې دا مېوې زموږ بدن ته څومره انرژي ورکوي او یوازې د خوند لپاره یې خورو.

وچې مېوې د بدن لپاره خورا ګټورې دي او استعمال یې له ډېرو ناروغیو ساتنه او درملنه هم کوي. وچ املوک چې ځانګړی خوند لري، بې شمېره ګټې هم لري. وچ املوک د ویټامین ای غوره منبع ده او که د سترګو د ستونزو په منظم ډول د یوې میاشتې لپاره وخوړل شي نو حیرانونکې پایلې ورڅخه ترلاسه کېدلی شي.

دا په فایبر بډایه مېوه ده نو هغه کسان چې غواړي وزن کم کړي، سهار په تش ګېډه دې وچ املوک وخوري، چې په دې سره به یې اشتها کمه شي او وزن به یې هم ورسره له منځه ولاړ شي.

بلخوا ویل کېږي، د زړه ناروغي په هغو کسانو کې کمه لیدل کیږي چې وچ املوک خوري او ترڅنګ دا مېوه د وینې فشار تر ډیره حده کنټرولوي، په برابره اندازه خوړل یې وینه پاکوي او د زړه د جدي ناروغیو په له منځه وړلو کې هم مرسته کوي.

دغه راز پوستکي ته ښکلا او روغتیا هم بخښي، دفاعي سیستم ته پیاوړتیا هم ورکوي، چې بیا د ډېرو ناروغیو څخه خوندیتوب رامنځته کوي. که چېرته د قبضیت ستونزې لرئ نو وچ املوک د انځرو په څېر قبض له منځه وړس او کولمو ته روغتیا بخښي.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …