کورپاڼه / روغتيا / د ممپلیو د غوړیو پنځه حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د ممپلیو د غوړیو پنځه حیرانوونکې روغتیایي ګټې

په اوسني دور کې چې نړۍ د پرمختګ چټک ګامونه اخلي، د ژوندانه ډېر شیان مصنوعي شوي، دا مصنوعیت دومره ډېر شوی چې د خوراک او څښاک توکي یې هم اغېزمن کړي او موږ یې له طبیعت څخه لېرې کړي یو، خو نن ورځ د ممپلیو د غړو له هغه پنځه طبیعي ګټو خبروو، چې ښایي له دې وړاندې ترې خبر نه وئ.

په ۲۰۱۸ کال د یوې ترسره شوې څیړنې له مخې، د ممپلیو کارول کولی شي د انسان د وزن زیاتوالي مخه ونیسي. دغه راز ممپلي ټول هغه غذايي مواد لري چې د زړه په ساتنه کې مرسته کوي. لکه ویټامین ای، مګنیزیم، نیاسین، پولی انساتوریټ اسیدونه. د څېړنو له مخې په ورځ کې ۴۶ ګرامه ممپلي خوړل د زړه په روغتیا کې ګټور تمامېږي.

د فټنس ډیری کارپوهان هم په خپل غذایي رژیم کې ممپلي یا د ممپلیو غوړي شاملوي. ځکه چې د ممپلیو غوړي پروټین لري چې د عضلاتو د روغتیا لپاره خورا ګټور وي.

د ممپلیو غوړي لږ کاربوهایډریټ او زیات پروټین او غوړ لري، دا پدې مانا ده چې د ممپلیو غوړي پرته له بورې د وینې د ګلوکوز په کچه کومه اغیزه نلري. له همدې امله د شکرې ناروغانو لپاره غوره انتخاب ګڼل کیدی شي.

دغه راز د ځوانۍ پرمهال د ممپلیو غوړي کارول د سینې سرطان خطر په کمولو کې مرسته کولی شي. د سینې سرطان څېړنې او درملنې مرکز وايي، په هر عمر کې د ممپلیو غوړي او مغزي مېوې خوړل تر ۳۰ کلنۍ پورې د سینې سرطان خطر کمولی شي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ له نزلې او زکام خوندي پاتې شئ؟ نو دا مشروب استعمال کړئ

د ژمي له پیل سره یو شمېر ناروغۍ هم پیدا کېږي، چې زکام او ټوخی …