کورپاڼه / کرکټ / د سټیون سمېت پر خلاف مخالفتونه راپورته شوي

د سټیون سمېت پر خلاف مخالفتونه راپورته شوي

د اسټرالیا لوبډلې پخواني لوبغاړي ایان چیپل د ایشیز لوبلړۍ لپاره د سټیون سمېت د مرستیال کپتان په توګه له ټاکل کیدو سره مخالفت ښودلی دی.

ایان چیپل ویلي دي چې د پخواني لوبډلمشر او توپ وهونکي جرم کوچنی نه و. سمېت د ۲۰۱۸ کال د مارچ په میاشت کې د بال ټیمپرینګ په بدنامه قضیه کې مستقیم لاس درلود.

چیپل ویلي، چې سمېت د خپلې بدنامې قضیې په سبب له بندیز سره مخ شوی او د سمېت په دې مسئله کې له ډیویډ وارنر سره د توپیري چلند له امله حیران دی.

هغه زیاته کړې، له پیله یې په دې اړه څرګندونې کړي، چې سمېت ته ولې له وارنر څخه بېله یا مختلفه سزا ورکړل شوه، که حقایقو ته وکتل شي، نو د سمېت ګناه لویه وه، نو د کپتان په توګه یې باید ویلي وای، چې زه نه پوهېږم، چې په دې قضیه کې څوک ښکېل و، دا سمه نه ده، لوبډلمشر باید په دې پوه وای.

د یادونې وړ ده چې څه ورځې ټیم پین د ناوړه پیغامونو له رسوا کېدو وروسته له لوبډلمشرۍ استعفاء ته اړ شو او پرځای پیټ کومینس لوبډلمشر او سټیون سمېت مرستیال لوبډلمشر شو.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …