کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / رحمن الله ګربز ۲۰ شل شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

رحمن الله ګربز ۲۰ شل شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

رحمن الله ګربز، چې په ۲۰۱۹ کال نړيوال کرکټ ته راغى، د خپلې توپاني توپوهنې پر مټ يې خپل ځان ثابت کړ، چې نوموړى يو ښه توپوهونکى او ويکټ ساتونکى دى، نوموړى چې په ٢٠٠١ کال کې د نومبر په ٢٨مه نېټه زېږېدلى، نن يې ۲۰مه کليزه ده.

رحمان الله ګربز ډېرې کمې نړيوالې لوبې ترسره کړې دي، خو خپله وړتيا يې ښکاره کړې ده، همدا راز نوموړي په تجارتي ليګونو کې هم ځلېدلى او اوس هم د ابوظهبۍ ليګ کې لوبېږي.

نوموړى تراوسه پورې د افغانستان لپاره په ۱۸ نړيوالو شل اوريزو او ۳ یوه ورځنیو لوبو کې لوبېدلى دى، هغه لومړۍ شل اوریز لوبه په ٢٠١٩ کال کې د سپتمبر په ١٤مه نېټه د زمبابوې او وروستۍ لوبه يې د نیوزیلېنډ پر وړاندې په ۲۰۲۱ کال کې د نومبر په ۷مه نېټه ترسره کړې ده. درې واړه یوه ورځنۍ لوبې یې د روان کال په لومړیو کې د ایرلېنډ پر خلاف ترسره کړي.

نوموړي ۱۸ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې ۵۳۱ منډې يې ترلاسه کړي او په يوه لوبه کې يې ۸۷ زياتې منډې کړې دي او په ۳ یوه ورځنیو لوبو کې یې ۱۸۰ منډې جوړې کړي، چې لوړې یې ۱۲۷ دي او شپږم لوبغاړی دی چې په لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې سلیزه وهي.

رحمان الله ګربز ١٢ فرسټ کلاس، ۳۲ ليسټ اې او ۵۳ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. هغه په فرسټ کلاس کې ٩٤١، په ليسټ اې کې ۹۸۴ او په شل اوريزو لوبو کې ۱۲۷۱ منډې ترلاسه کړې دي. همدا راز فرسټ کلاس سیالیو کې يې ١ سليزه او ٧ پنځوسيزې، ليسټ اې کې يې ۳ سليزې او ٣ پنځوسيزې او شل اوريزو لوبو کې يې ۸ پنځوسيزې وهلي دي.

دا هم ولولئ

جیمي نېشام ۳۱ کلن شو، د هغه په نور معلومات دلته ولولئ

جیمي نېشام، چې بشپړ نوم یې جیمس ډګلاس شاهان نېشام دی، له نن څخه ۳۱ …