کورپاڼه / روغتيا / ټوخی، لاملونه یې او کورنۍ درملنه

ټوخی، لاملونه یې او کورنۍ درملنه

د ټوخي بنسټیز لامل د تنفسي سیستم په نلونو کې التهاب یا ستونزه راتلل دي، چې بیا یې په سبب ساه اخیستل ستونزمنوي او د ټوخي په بڼه څرګندېږي. ټوخی یا ټوخېدل ګڼ شمېر لاملونه لري چې دلته به ترې یادونه وکړو.

په دوامداره توګه ټوخېدل پر سږو او د تنفسي سیستم پر نلونو اغېزې کوي او د التهاب لامل یې کېږي، چې بیا د برونکایټس ناروغي پیدا کوي، نو له دې وړاندې اړینه ده چې په دې پوه شو چې موږ ولې ټوخېږو؟

په ستوني یا مرۍ کې د تنفس یا ساه اخیستلو لپاره نلونه موجود وي، کله چې په دې نلونو کې ګرد، بلغم یا کوم بل شی ونښلي یا راشي نو د هغې د لېرې کولو لپاره په طبیعي ډول دفاعي سیستم شتون لري، چې هماغه انسان ټوخوي.

همدا راز د ټوخي لامل د تنفسي سیستم په نلونو کې التهاب کېدلی شي، چې بیا د میکروب سبب کېدلی شي. سګریټ څکول هم د ټوخي له لاملونو څخه دی او د ساه لنډۍ ناروغي هم له لاملونو څخه دی.

په عام ډول د ټوخي شدت له دوو تر درېیو اوونیو پورې وي او له هغې وروسته یې زور ختمېږي، خو ځینې کورنۍ نسخې شته چې په مرسته یې د ټوخي شدت کمېږي، د بېلګې په توګه مرۍ وچه مه پرېږدئ، ښې ډېرې اوبه وڅښئ.

په لوړ بالښت سر ږدئ او وېده کېږئ او د ستوني د پاک ساتلو لپاره ګولۍ وخورئ، په نیم ګرمو اوبو غړغړه وکړئ، په چایو کې ادرک او شات واچوئ او استعمال یې کړئ. که چېرته ټوخی له ټاکل مودې ډېر شو، تبه هم زیاته وه او ساه اخیستل ستونزمن ول، نو ډاکتر ته مراجعه وکړئ.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ له نزلې او زکام خوندي پاتې شئ؟ نو دا مشروب استعمال کړئ

د ژمي له پیل سره یو شمېر ناروغۍ هم پیدا کېږي، چې زکام او ټوخی …