کورپاڼه / هنر او کلتور / سلمان خان یو ځل بیا ثابته کړه چې د شاه رخ خان ښه ملګری دی

سلمان خان یو ځل بیا ثابته کړه چې د شاه رخ خان ښه ملګری دی

د بالیووډ ستوري سلمان خان یو ځل بیا ثابته کړه چې د شاه رخ خان تر ټولو ښه ملګری دی. سلمان خان په دې وروستیو کې د خپل نوي فلم (انتم) د اعلان لپاره د کامیډین کپیل شرما په خپرونه کې ګډون وکړ.

په دې خپرونه کې د سلمان خان له لیدونکو سره خبرې هم وکړې، چې د خبرو پر مهال یوه سړي ورته وویل، چې د هغه مینه وال دی او زیاته یې کړه چې کوچنی اداکار هم دی. خو سلمان خان ورته په خطاب کې وویل چې هیڅ کار کوچنی نه وي.

سلمان خان د کار د اهمیت په اړه د شاه رخ خان د فلم ډیالوګ یادولو هڅه وکړه او له لیدونکو یې وپوښتل چې، د شاه رخ خان صیب د فلم ډیالوګ څه ډول دی؟

د سلمان خان د دې پوښتنې په ځواب کې د هغه مینه وال وویل چې هغه یوازې یو ورور (سلمان خان) پیژني، هغه د هند ورور دی او یوازې هغه پیژني. خو سلمان خان ورته په ځواب کې وویل، خو شاه رخ خان زما ورور دی.

هغه زیاته کړه، یوه خبره تل په یاد لره، شاه رخ خان زما ورور دی، نو ستا د ورور، ورور ستا ورور هم کېږي. د يادونې وړ ده، چې سلمان خان تر دې وړاندې هم د شاه رخ خان د آرين خان د نيول کېدو وروسته د هغه په حق کې ملاتړ کړى و.

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …