کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان د بنګله دېش لوبډلې ۴۴ منډې قرضداره کړ

پاکستان د بنګله دېش لوبډلې ۴۴ منډې قرضداره کړ

د بنګله دېش او پاکستان لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو په اولې ټیسټ لوبه کې پاکستان د بنګله دېش د ۳۳۰ منډو په ځواب کې ۲۸۶ منډې وکړې او ۴۴ منډې قرضداره شو.

دغه لوبه د بنګله دېش په کوربتوب ترسره کېږي، چې د لوبې په پیل کې بنګله دېش لوبډلې پچه وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

بنګله دېش په لومړۍ پاڼۍ ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۵ اورونه ولوبول او ۳۳۰ منډې یې وکړې، چې لیتن داس ۱۱۴، مشفیق الرحیم ۹۱ او مهدي حسن ۳۸ منډې وکړې.

د پاکستان لپاره حسن علي غوره توپ اچونه وکړه، هغه پنځه ویکټې ترلاسه کړې. دغه راز
شاهین افریدي او فهیم اشرف دوه او ساجد خان یوه ویکټ ترلاسه کړه.

پاکستان د بنګله دېش د ۳۳۰ منډو په ځواب کې ۱۱۵ اورونه ولوبول، ټول لوبغاړي یې وسوځېدل، ۲۸۶ منډې یې وکړې او ۴۴ منډې قرضداره شو.

د پاکستان لپاره عابد علي ۱۳۳، عبدالله شفیق ۵۲ او فهیم اشرف ۳۸ ترټولو زیاتې منډې وکړې. د بنګله دېش لپاره تاج الاسلام اوه، عبادت حسین دوه او مهدي حسن یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …