کورپاڼه / خبرونه / په کرکټ جوړ شوی فلم (۸۳) راتلونکې میاشت خپرېږي
رنویر سینګ، ۸۳ فلم

په کرکټ جوړ شوی فلم (۸۳) راتلونکې میاشت خپرېږي

په بالیووډ کې د ۱۹۸۳ کال نړیوال جام باندې جوړ شوی فلم (۸۳) د روان کال د راتلونکې دسمبر په میاشت کې په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې کېږي.

په دې فلم کې مرکزي کردار مشهور اداکار رنویر سینګ او د هغې مېرمنې او مشهورې اداکارې دپیکا پاډوکون لوبولی دی او د فلم جوړونکی یا ډایریکټر کبیر خان دی.

د فلم مرکزي اداکار رنویر سینګ د فلم یو تازه عکس خپور کړی او لیکلي یې دي، چې د فلم ټرېلر به دوه ورځې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې خپور شي.

همدا راز نوموړي دا هم لیکلي دي، چې (۸۳) فلم د دسمبر په ۲۴مه نېټه ۲۰۲۱ کال کې په هندي، تامل، تیلګو، کنډا او ملیالم ژبو کې خپرېږي او همدا راز په 3D بڼه باندې به هم نندارې ته وړاندې شي.

د یادولو وړ ده چې د ۱۹۸۳ کال نړیوال جام د هند کرکټ ملي لوبډلې ګټلی و، چې هغه وخت کپیل دیو د هندۍ لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لرله، دا فلم هم د کپیل دیو په ژوند او د نړیوال جام په ګټلو باندې جوړ شوی دی.

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …