کورپاڼه / هنر او کلتور / فرزانه ناز: زه له نورو ځوانانو سره ځان نه پرتله کوم

فرزانه ناز: زه له نورو ځوانانو سره ځان نه پرتله کوم

د هېواد نامتو سندرغاړې او موډلې فرزانه ناز پر خپله فیسبوکپاڼه یو نوی عکس خپور کړی او له عکسونو سره یې لیکلي دي، زه له ځوانانو سره ځان نه پرتله کوم.

فرزانه ناز، له ډېرې مودې راهیسې هېواد پرېښی او په هند کې استوګنه ده، هغې په یاد هېواد کې خپل ژوند ته ډېر تغیر ورکړی، حتی تر دې چې د جامو سټایل یې د لویدیځ والو په څېر کړی دی.

هغې اوس یو نوی عکس خپور کړی، چې هغه پکې نیمه بربنډه ښکاري، سلوری جامې یې اغوستي، یو پښه یې پر بله اړولې او یو لاس یې د سټایل په توګه پر سر ایښی دی.

د فرزانه دا عکس تېره ورځ د هغې له فیسبوکپاڼې خپور شوی، چې تر اوسه یې پنځه سوه کسانو خوښ کړي او څه دپاسه درې سوه کسانو پرې تبصرې کړي.

د یادونې وړ ده چې فرزانه ناز پر ټولنیزو رسنیو تل فعاله وي او هر وخت خپل عکسونه خپروي او په دې وروستیو کې د خپلو نیمه بربنډه عکسونو په سبب تر سختو نېوکو لاندې هم راغلې، خو هغه خپل فعالیت نه دروي.

دا هم ولولئ

نجیبه فیض

نجیبه فیض په پاکستان کې د سیکانو ګوردوارې ته تللې

د پښتو او اردو سریالونو مشهوره اداکاره، موډله او د ټلویزیوني خپرونو کوربنه نجیبه فیض …