کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند د نیوزیلېنډ لوبډلې ته د ۲۸۴ منډو هدف وټاکه

هند د نیوزیلېنډ لوبډلې ته د ۲۸۴ منډو هدف وټاکه

د هند او نیوزیلېنډ لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو لړۍ د لومړۍ ټیسټ لوبې څلورمه ورځ هم پای ته ورسېده او نیوزیلېنډ ۲۸۰ منډو ته اړتیا لري.

دغه لوبه د هند په کوربتوب په کانپور کې روانه ده، چې په پیل کې هند لوبډلې د لوبې د پچې تر ګټلو وروسته پخپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

هند په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۱۱ اورونو لوبولو وتوانېده، چې ۳۴۵ منډې یې وکړې، چې شوبمن ګېل ۵۲، چیتشورا پوجارا ۲۶، انجکیا رهاني ۳۵، شریاس اییر ۱۰۵، رویندرا جدیجا ۵۰ او رویچندران اشوین ۳۸ منډې وکړې.

د نیوزیلېنډ لپاره ټیم سوتي غوره توپ اچونه وکړه، هغه پنځه لوبغاړي وسوځول، دغه راز کیلي جیمیسن درې او اعجاز پټېل دوه ویکټې واخیستې.

نیوزیلېنډ د هند ۳۴۵ منډو په تعقیب ۱۴۲ اورونه ولوبول او ۲۹۶ منډې یې وکړې، چې ویل ینګ ۸۹ او ټام لیتم ۹۵ منډې وکړې. د هند لپاره اکشر پټېل پنځه، رویچندران اشوین درې، اومیش یادیو او رویندرا جدیجا یوه-یوه ویکټ اخیستې.

هند په دویمه پاڼۍ کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۴ منډې وکړې، پاڼۍ ډیکلیر کړه او نیوزیلېنډ ته یې د ۲۸۴ منډو هدف وټاکه، چې شریاس اییر ۶۵، وریدیمان ساها ۶۱ او رویچندران اشوین ۳۲ منډې وکړې. د نیوزیلېنډ لخوا کیلي جیمیسن او ټیم سوتي درې-درې او اعجاز پټیل یوه ویکټ ترلاسه کړه. نیوزیلېنډ بیا په ۴ منډو یوه ویکټ له لاسه ورکړې.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

ای پي ایل کې مجیب الرحمان د ۲ کروړه روپيو کټګورۍ کې نوملیکنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان د ای پي ایل …