کورپاڼه / هنر او کلتور / د بالیووډ هغه اداکاران چې له لومړۍ میرمنې یې لارې جلا کړي او دویم واده یې کړی

د بالیووډ هغه اداکاران چې له لومړۍ میرمنې یې لارې جلا کړي او دویم واده یې کړی

د بالیووډ د فلمي سیف علي خان په ګډون د یاد صنعت ډېرو اشخاصو د فلمي صحنو په څېر ژوند کړی او د دویم واده چانس یې ترلاسه کړ.

په فلمونو او ډرامو کې خو د واقعیت کوم څرک نه وي، خو په فلم کې ځینې داسې صحنې هم ښودل کیږي چې په ریښتیني ژوند کې هم د مشهورو شخصیتونو لخوا پلي کیږي. د بېلګې په توګه په لومړۍ مینه کې له ناکامۍ وروسته بل چا ته په زړه کې ځای ورکول.

اداکارې دیا میرزا له خپل پخواني خاوند ساحل سانګا سره ۱۱ کاله ګډ ژوند وکړ او وروسته یې دواړو د جلا کېدو پرېکړه وکړه. له جلا کیدو څو کاله وروسته، دیا میرزا په ساده ډول د ویبو ریکي په نوم له یو شخص سره واده وکړ، چې بریالي هم شو او یو اولاد هم لري.

فرحان اختر چې په (زندګی دوبارہ نه ملی) کې د اداکارۍ جوهر ښودلی، په ۲۰۱۶ کال کې یې له ادونا بهباني سره ۱۵ کلن ګډ ژوند پای ته ورساوه. له طلاق وروسته د فرحان اختر او شیباني ډنډیکر ترمنځ د مینې آوازې خپرې شوې او اوس یې پرېکړه کړې چې په نږدې راتلونکي کې واده کوي.

د ملایکه اروړه او ارجن کپور کیسه هم ورته ده. کله چې ملایکې له ارباز خان سره لارې جلا کړې، نو له ارجن کپور سره یې د ملګرتیا آوازې خپرې شوې او په ۲۰۱۹ کال کې دواړو په انسټاګرام کې د خپلې اړیکې پخلی وکړ.

د بالیووډ کوچني نواب سیف علي خان هم د فلمي ژوند په څېر کې په حقیقي ژوند کې دویمې مینې ته ځای ورکړی، له امریته سینګ څخه یې لارې جلا کړې او کرینه کپور سره یې واده وکړ، چې دوه زامن تیمور او جهانګیر ترې لري.

دا هم ولولئ

نجیبه فیض

نجیبه فیض په پاکستان کې د سیکانو ګوردوارې ته تللې

د پښتو او اردو سریالونو مشهوره اداکاره، موډله او د ټلویزیوني خپرونو کوربنه نجیبه فیض …