کورپاڼه / جالب / راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ
راشد خان او مجیب الرحمان

راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان یوه ویډیو خپره شوې ده، چې هغه پکې د بل مشهور توپ اچونکي مجیب الرحمان ویښتان جوړوي.

له کله راهیسې چې کورونا راغلې ده، له هغه وروسته داسې ډېرې ویډیوګانې خپرې شوې دي، چې لوبغاړي د یو بل ویښتان جوړوي، ځکه د کورونا له وجه هر څه بند شوي و، او ډېری خلکو بیا ویښتان هم په خپلو کورونو کې جوړول.

اوس تازه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان او چټک توپوهونکي رحمان الله ګربز په انسټاګرام اکاونټ کې یوه ویډیو خپره کړې ده، چې راشد خان پکې د مجیب الرحمان ویښتان جوړوي.

راشد خان اوسمهال په اسټرالیا کې دی او رحمان الله ګربز بیا په متحده عربي اماراتو کې دی، چې هلته په ابوظهبي ټي ټین لیګ کې لوبېږي، خو دا ویډیو یو څه وخت مخکینۍ ښکاري، هغه مهال چې د افغانستان ټوله لوبډله د نړیوال شل اوریز جام لپاره په متحده عربي اماراتو کې وه.


رحمان الله ګربز د دې ویډیو د خپرولو سره دا هم لیکلي دي، چې یاد لوبغاړي یې یادېږي. د یادولو ده چې تر دې مخکې هم د مجیب الرحمان ویډیوګانې خپرې شوې وې، چې هغه پکې د ابراهیم ځدراڼ ویښتان جوړول، خو هغه ویډیو بیا ډېر مخکې خپره شوې وه.

دا هم ولولئ

یوې ښځې د خپل مېړه دوه ګوتې ماتې کړي، وایي دویم واده یې کاوه

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یوې اسیايي مېرمنې د خپل مېړه د …