کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د شهزاد بیټ وچلېده، خو لوبډلې د ماتو مخه یې ونشوه نېولی

د شهزاد بیټ وچلېده، خو لوبډلې د ماتو مخه یې ونشوه نېولی

د ټي ټین لیګ په ۲۲مه لوبه کې درېیو افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، چې شهزاد نیمه سلیزه ووهله، سمیع الله شینواری په صفر وسوځېده او نوین الحق یوه ویکټ واخیسته او لوبه ټیم ابوظهبۍ وګټله

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ ۲۲مه لوبه د چینای بریویس او ټیم ابوظهبۍ لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې ټیم ابوظهبۍ د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

چینای بریویس لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۷ منډې وکړې، چې له ډلې محمد شهزاد ۵۳ ترټولو زیاتې منډې وکړې. د ټیم ابوظهبۍ لخوا لیام لیونګسټون درې، جیمي اورټن، نوین الحق او ډیني براګس یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ټیم ابوظهبۍ لوبډلې د ۱۰۸ منډو هدف د درېیو لوبغاړو په سوځېدو په اووم اور کې ترلاسه کړ او چینای بریویس لوبډلې ته یې په اوو ویکټو ماتې ورکړه.

د ټیم ابوظهبۍ لپاره پال سالټ ۶۳ او کریس ګېل ۳۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. د چینای بریویس لخوا ارک دیال دوه او کریټس کیمفر یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …