کورپاڼه / جالب / د نیوزیلېنډ د پارلمان هغه غړې، چې د خپل ماشوم د زېږون لپاره په بایسکل روغتون ته تللې

د نیوزیلېنډ د پارلمان هغه غړې، چې د خپل ماشوم د زېږون لپاره په بایسکل روغتون ته تللې

دوه کاله وړاندې د نیوزیلېنډ د پارلمان رییسې د خپل ماموریت پرمهال د پارلمان د یوې ښځینه غړې ماشوم په غېږه کې لوباوه.

له دې وړاندې د ۲۰۱۷ کال په لومړیو کې د استرالیا یوه ښځینه استازې لومړنۍ میرمن شوه چې د ولسي جرګې په یوه غونډه کې یې خپل ماشوم ته د شېدې ورکړې او د تېرې سې شنبې په ورځ د بریتانیې د پارلمان یوه غړې له خپل ماشوم سره ولسي جرګې ته ورغلې.

له دې ټولو څخه په یوه څه توپیر تېره ورځ یوه داسې پېښه رامنځته شوه، چې د نیوزیلېنډ د پارلمان استازې د خپل ماشوم د زېږولو ​​لپاره روغتون ته پر بایسکل ورسېده.

د نیوزیلېنډ د پارلمان استازې جولي این جینټر پخپله فیسبوکپاڼه په پوسټ کې لیکلي چې هغې، د شپې ناوخته درد حس کړ، نو خپل بایسکل یې پورته کړ او ځان یې روغتون ته ورساوه او هلته یې یو ساعت وروسته ماشوم وزیږاوه.

د ماشوم له زیږون څو ساعته وروسته هغې پخپل فیسبوکپاڼه کې په دې ډول خبر ورکړ:((ښه خبر! د سهار په درې بجو او څلور دقیقو مو د خپلې کورنۍ نوي غړي ته ښه هرکلی ووایه. ما داسې کوم پلان نه درلود چې پر بایسکل روغتون ته لاړه شم، خو مجبوره شوم.))

هغه زیاته کړې:((د شپې دوه بجې وې چې موږ روغتون ته لاړو. زه دومره تر فشار لاندې نه وم، خو کله چې شدت ډېر شو، نو لس دقیقې وروسته په روغتون کې وو.

نوموړې خپل ځان ډېر عکسونه هم خپاره کړي دي. چې په یو کې هغه بایسکل چلوي، بل کې هغه د خپل ماشوم له زیږون دمخه مسکۍ وي او په بل کې له خپل خاوند او ماشوم سره خوشحاله بریښي.

د یو څلویښت کلنې جولي جینټر، په امریکا کې زېږېدلې، له عکسونو داسې ښکاري چې هغه یوازې نه وه، بلکې خاوند یې هم ورسره و او هغه هم بایسکل چلاوه. د هغې په پوسټ خلکو ورته د مبارکۍ پیغامونه هم ورکړي، نو کس لیکلي چې، بایسکل چلولو یې د ماشوم زیږون اسانه کړی.

د یادونې وړ ده، نيوزيلېنډ، چې پنځه ميليونه نفوس لري، د خپلو ساده سياستوالو له امله زیات شهرت لري.

دا هم ولولئ

ناسا ته په مریخ کې د تشناب جوړولو نظریه ور کړئ او پیسې وګټئ

د امریکا فضايي ادارې ناسا په ټوله نړۍ کې د تخلیق ګرو او جوړونکو لپاره …