کورپاڼه / روغتيا / د انارو د پوستکي له حیرانوونکو ګټو خبر شئ

د انارو د پوستکي له حیرانوونکو ګټو خبر شئ

د ژمي په سړه هوا کې د خوږو او ترشو سرو انارو خوند ډېر ځانګړی وي، ځکه چې دا خورا خوندوره مېوه ده. انار په عام ډول د جنت میوه هم ویل کیږي او ګټژ یې هم ډېرې زیاتې دي.

انار یو انټي اکسیډنټ لرونکې مېوه ده، چې نه یوازې دانې ګټورې دي بلکې پوستکي یې هم ګټور دی. په دې کې فاسفورس، سوډیم، کلسیم، سلفر، اوسپنه، ویټامین ای، ویټامین بي، ویټامین سي، فولاد او هایدروکلوریک اسید شتون لري، چې د بدن د مختلفو فعالیتونو په ښه کولو کې مرسته کوي.

تقریباً ټول خلک د انارو له خوراک وروسته د هغې پوستکی غورځوي، خو په دې نه پوهیږي چې څه ډول یې له پوستکي ګټه ترلاسه کړي. که مخ مو د لمر وړانګو وهلی وي، نو د شپې پرمهال د انارو پوستکی اوبو کې واچوئ او سهار یې پرمخ ووهئ.

پر بدن د سپینو داغونو د کمولو لپاره هم د انارو د پوستکي پوډر ګټور وي. که چېرته د متیازو ستونزي لرئ او یا په ځنډ سره متیازې کوئ، نو د انارو پوستکی اوبو کې واچوئ او و یې څښئ.

د انارو پوستکی د شکرې ناروغانو لپاره هم ګټور وي او انسولین کنترولوي او ترڅنګ یې که د اشتها ستونزې لرئ نو د انارو پوستکی اشتها راولي. همدا راز زړه ته پیاوړتیا ورکوي، وینه پاکوي او هیموګلوبین هم له کثافاتو پاکوي.

دا هم ولولئ

په ګډه خوراک کول یا له نورو سره خواړه شریکول تاوان لري

یوې څېړنې ښودلې، چې یو زیات شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې کله هغوی …