کورپاڼه / بېلا بېل / ګازي بخارۍ که ګټې لري نو زیانونه یې هم شته دی؛ احتیاطي تدابیر یې څه دي؟

ګازي بخارۍ که ګټې لري نو زیانونه یې هم شته دی؛ احتیاطي تدابیر یې څه دي؟

په سړه هوا کې د کور ګرم ساتلو لپاره په هر کور کې ګازي بخارۍ کارول کېږي، خو د دې ګازي بخاریو په سبب د رامنځته کېدونکو پېښو له امله هر کال سلګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. ګازي بخارۍ د ګټو تر څنګ ځینې خطرونه هم لري، په لږ احتیاط سره یې کمولی شو.

ګازي بخارۍ د خرابوالی په صورت کې کاربن مونو اکساید خپروي، چې یو نه لیدونکی ګاز دی او په کوټه کې خپریږي، چې د کوټې هوا زهرجنه او ککړوي او ماشومان، امیندواره میرمنې او د زړه ناروغانو ته ستونزې پیدا کوي.

کله چې په کوټه کې کاربن مونو اکساید خپور شي، نو بیا وینې ته داخلېږي او د ستړیا احساس پیدا کوي او که تازه هوا واخلو نو یاد احساس له منځه وړي. همدا راز کله چې دغه ګاز په کوټه کې خپور شي نو اکسیجن کموي او تنفسي سنونزې پیدا کوي.

د همدې ګاز زهرجنې اغېزې پر دماغو هم پرېوځي، چې انسان مړاوی کوي او زړه بدوالی پیدا کوي او د زړه ناروغانو په وینه کې چې کاربن مونو اکساید ګډ شي نو تنفس ستونزمنوي او پر سینه سخت فشار واردوي او سر دردي هم پیدا کولی شي.

څه وکړو چې له یادو ستونزو وژغورل شو؟ باید هر وخت خپله ګازي بخارۍ وګورو چې ستونزه خو نلري. که یې شعله ژېړه یا نیلي رنګه وه نو ستونزه نشته. کوټې ته باید تازه هوا داخله شي او هغه شیان له بخارۍ لېرې وساتئ چې ژر اور اخلي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې د پیازو پرې کولو پرمهال مو سترګې اوښکې ونه کړي؟

د ترکارۍ په تیارولو کې د پیازو استعمال اړین وي او کله چې پیاز پرې …