کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ټي ټین لیګ ۲۳مه دکن ګلیډیټرز وګټله

د ټي ټین لیګ ۲۳مه دکن ګلیډیټرز وګټله

د ټي ټین لیګ په ۲۳مه لوبه کې یوازې افغان لوبغاړي ته چانس ورکړل شو، نجیب ځدران په ۳ توپونو په یوه نیمه وسوځېده او لوبه یې هم وګټله

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ ۲۳مه لوبه د نارترن واریرز او دکن ګلیډیټرز لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې نارترن واریرز د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

دکن ګلیډیټرز لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۴ منډې وکړې، چې له ډلې یې ټام موریس ۳۹ او اودین سمیت ۳۳ ترټولو زیاتې منډې وکړې. د نارترن واریرز لخوا اوشین توماس درې، جوش لیټل، عمران طاهر یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

نارترن واریرز لوبډلې د ۱۳۵ منډو هدف ترلاسه نشو کړای او د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۵ منډې وکړې او په ۱۹ منډو یې لوبه وبایلله.

د نارترن واریرز لپاره کینر لویس او معین علي ۲۲-۲۲، رومان پاول ۲۵ او روس ویټلي ۲۶ منډې وکړې. د دکن ګلیډیټرز لخوا اودین سمیت، وهاب ریاض او اندري رسل یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …