کورپاڼه / جالب / په امریکا کې یو بې ګناه شخص له ۴۳ کاله بند تېرولو وروسته خوشې شو؛ خلکو ورته ۹۰۰ زره ډالر چنده ټوله کړې

په امریکا کې یو بې ګناه شخص له ۴۳ کاله بند تېرولو وروسته خوشې شو؛ خلکو ورته ۹۰۰ زره ډالر چنده ټوله کړې

د امریکا په یوه زندان کې یو بې ګناه شخص له ۴۳ کالونو بند تېرولو خوشې شو، خو ورسره عامو خلکو د هغه په ​​نوم د خواخوږۍ کمپاین پیل کړ، چې تر اوسه یې ۹۰۰ زره ډالر ورته راټول کړي دي.

کیون سټریکلنډ اوس ۶۲ کاله عمر لري او د میسوري د کامرون په یوه زندان کې ساتل شوی و. په ۱۹۷۹ کال پر هغه د درېیو تنو د مرګ تور و، چې بیا په ​​۵۰ کاله بند محکوم شو. خو کیون په دومره اوږده کې په وار وار ویلي چې هغه بې ګناه دی او اعتراف یې نه دی کړی.

دوه ورځې وړاندې د امریکا یوه قاضي هغه ته له ټولو تورونو برائت ورکړ او په عزت سره خوشې شو توګه برائت ورکړ او ویې ویل چې دا د میسوري ایالت په تاریخ کې تر ټولو د اوږد عمر زنداني و، چې بې ګناه یې بند تېر کړ. بل لوري ته یوې موسسې د هغه لپاره ۹۰۰ زره ډالر مرسته راټوله کړې.

چنده ورکوونکو د کیون سره خواخوږي څرګنده کړې او هغه ته یې د ښه ژوند هیله کړې ده. یوازې د پنجشنبې تر سهاره پورې ۸۰۰ زره ډالر راټول شوي و او هدف یې اوه اعشاریه اووه میلیونه ډالر دی. د حیرانتیا خبره دا ده چې تر اوسه پورې د زندان ادارې له لورې هیڅ ډول مالي مرسته نه ده شوې.

د واشنګټن ډي سي په ګډون د متحده ایالاتو په ۳۶ ایالتونو کې که چېرته یو څوک په تېروتنه سره کال قید سزا وویني نو لږ تر لږه ۵۰ زره یورو جریمه ورکوي. کیون له خوشې کېدو وروسته وایي چې د مور قبر ته ځي او اوښکې ورته تویوي ترڅو خپله بې ګناهي ورته ثابته کړي.

دا هم ولولئ

ناسا ته په مریخ کې د تشناب جوړولو نظریه ور کړئ او پیسې وګټئ

د امریکا فضايي ادارې ناسا په ټوله نړۍ کې د تخلیق ګرو او جوړونکو لپاره …