کورپاڼه / هنر او کلتور / کاجل: په مینه، جنګ او د ۹۰ لسیزې کلونو په فلمونو کې هرڅه جایز دي

کاجل: په مینه، جنګ او د ۹۰ لسیزې کلونو په فلمونو کې هرڅه جایز دي

د هندي سینما یا بالیووډ مخکښې اداکارې کاجل دېوګن د خپل سوپر هیټ فلم (عشق) یاد تازه کړ. دا فلم په ۱۹۹۷ کال خپور شوی و.

کاجل د ۹۰ لسیزې د بالیووډ فلم (عشق) د ۲۴مې کلیزې په مناسبت په خپل رسمي انسټاګرام اکاونټ کې یو ځانګړی پوسټ خپور کړی دی.

کاجل په خپل انسټاګرام اکاونټ د خپل فلم (مسټر لوا لوا) د سندرې یوه ویډیو خپره کړې ده او په سرلیک کې ورته لیکلي، په مینه، جنګ او د ۹۰ لسیزې کلونو په فلمونو کې هرڅه جایز دي.

نوموړې د خپل پوسټ پرمهال دې ته هم اشارې کړې، چې د هغې فلم (عشق) څلرویشت کاله پوره شول.

د یادونې وړ ده چې د بالیووډ فلم عشق د ۱۹۹۷ کال د نومبر په ۲۸مه نندارې ته وړاندې شوی و، چې په دې فلم کې د کاجل جوړه اجی دېوګن او د جوهي چاوله جوړه عامر خان و.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Kajol Devgan (@kajol)

دا هم ولولئ

((پریانکا تل د زیاتو اولادونو غوښتونکې وه))

د بالیووډ نړۍ د مشهورې اداکارې پریانکا چوپړا د تره لور میرا چوپړا وایي، چې …