کورپاڼه / روغتيا / خپل شونډې څنګه له چاوېدو وژغورو؟

خپل شونډې څنګه له چاوېدو وژغورو؟

د ژمي په موسم کې د خپلو شونډو ساتنه ډېره اړینه او له نور بدن څخه ډېره پاملرنه ورته پکار وي. دا چې د ژمي په موسم کې پوستکی له سپوروالي سره ډېر مخامخ کېږي. نو راځئ چې نن ورځ په هغه طریقو عمل وکړو، چې په سبب یې زموږ شونډې له سپورېدو او چاودېدو څخه ژغورل کېږي.

ډېرې اوبه وکاروئ: عموماً موږ د ژمي په موسم کې په کمه اندازه اوبه استعمالوو، چې بیا په همدې سبب د شونډو له سپور والي او چاودېدو سره مخ کېږي، ددې لپاره چې پوستکی مو تازه وي، باید په هر یو موسم کې ډېرې اوبه استعمال کړو.

د شاتو استعمال: موږ باید پخپلو خوراکي توکو د شاتو استعمال اړین کړو، ځکه چې شات د بکټریاوو ضد خاصیت لري، چې بیا یې په سبب پوستکی تازه کېږي. ددې لپاره د ژمي په موسم کې هر ورځ په شاتو کې لېمو ګډ کړئ او بیا یې پر شونډو ووهئ.

د ویټامین اي استعمال: که چېرته د ویټامین اي کپسول لرئ، نو همدغه کپسول راواخلئ، بیا یې خلاص کړئ او پکې موجود توکي یا اجزاء پخپلو شونډو باندې ووهئ. ویل کېږي چې ویټامین ایي د وینې دوران تېزوي، شونډو نرموي او د پوستکي نوي حجرې رامنځته کوي.

الوویرا: د شونډو د ساتنې لپاره د الوویرا جیل هم ګټور تمامېدلی شي یاهم د الوویرا پاڼه راواخلئ او و یې زبښئ او ترې ترلاسه شوې اوبه پخپلو شونډو ووهئ. ویل کېږي چې د الوویرا له ځانګړتیاوو څخه یوه دا هم ده، چې د شونډو لپاره ډېر زیاتې ګټې لري.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …