کورپاڼه / خبرونه / د راشد خان خیریه بنسټ د زینب له کورنۍ سره مرسته وکړه

د راشد خان خیریه بنسټ د زینب له کورنۍ سره مرسته وکړه

زینب، هغه کوچنۍ ماشومه ده چې له څو ورځو راهیسې یې په ټولنیزو رسنیو عکسونه پورته کېږي. دا ماشومه د کابل اوسېدونکې ده، پلار یې پوډري دی او دېته د کور سرپرستي ور تر غاړې ده.

دا کوچنۍ ماشومه هغه وخت د خلکو د پام وړ وګرځېده، کله چې د هغې معصومې څيرې او ښکلو سترګو او خیرات غوښتلو د خلکو زړونه پرې کړل او خلکو یې مرستې ته راودنګل.

اوس د ملي لوبډلې مخکښ توپ اچونکي راشد خان خیریه بنسټ له نوموړې ماشومې او د هغې له کورنۍ سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. همدا راز زینب او خور ته یې کتابونه، کتابچې او قلمونه هم ورکړل.

د راشد خان فاونډیشن ژمنه کړې، چې زينب او خور ته به يې د زدکړې په زمينه برابرولو کې هم مرسته کوي.

بل لوري ته د ملي لوبډلې لوبغاړي نوین الحق هم د زینب سره د مرستې ژمنه کړې، نوموړي پخپله فیسبوکپاڼه د زینب ویډيویي کليپ خپور کړی او د یادې ماشومې د ادرس غوښتنه یې کړئ.

دا هم ولولئ

محمد نبي: هیله لرم چې له خپل زوی سره یوځای ملي لوبډله کې ولوبېږم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی الراونډر محمد نبي هیله څرګنده کړې، چې له خپل …