کورپاڼه / روغتيا / د انځر او اغوز یوځای استعمال څه ګټه لري؟

د انځر او اغوز یوځای استعمال څه ګټه لري؟

که انځر له بادامو او اغوزانو سره په ګډه وکارول شي، نو دا د خطرناکو زهرونو څخه خوندیتوب رامنځته کوي. که چېرته د تبې په حالت کې د ناروغ شخص خوله ډېره وچېږي، نو انځر دې وخوري.

په ژمي کې د وچې مېوې استعمال ډېر ګټور ګڼل کېږي، خو دا نه یوازې په ژمي کې ګټوره وي، بلکې په دوبي کې هم که وکارول شي نو غوره طبي پایلې به ترلاسه کړئ. انځر د جنت میوه هم ګڼل کیږي او یوه له عامو او مشهورو میوو څخه ده. دا مېوو د کمزورو او ډنګرو کسانو لپاره ډېره ګټوره ده او بدن چاغ ساتي.

انځر د نورو میوو په پرتله نازکه میوه ده او له پخیدو وروسته په خپله له ونې غورځي او ساتل ناشوني دي. بل لوري ته اغوز، چې د انسان د مغزو په بڼه میوه ده، له غذایي موادو څخه بډایه ده، چې دماغ سالم ساتي او د بدن انرژي زیاتوي.

د اغوزانو په تیلو مالش کول د فلج په برخه کې ګټور دي، د ژمي په موسم کې زیاتره کسانو د مفصلونو له درد څخه سر ټکوي، چې اغوز د زړه او د وینې دوران سیستم لپاره ګټور دي. د ډاکټر په مشوره د اغوزانو خوړل کولیسټرول نورمال ساتي او د سرطان د خطر په کمولو کې هم مرسته کوي.

د امیندوارۍ پر مهال د ډاکټرانو له مشورې سره سم د اغوز استعمال د مور د وینې فشار نورمال ساتي او د نوي زیږیدلي ماشوم د سترګو او مغز لپاره هم ګټور دي. د اغوزو تېل د سر سپږو او سپوروالي څخه خوندیتوب رامنځته کوي.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …