کورپاڼه / روغتيا / هره ورځ باید په کومه اندازه وچه مېوه وخوړل شي؟

هره ورځ باید په کومه اندازه وچه مېوه وخوړل شي؟

په وچه مېوه کې د روغتیا لپاره اړین غذایي مواد پروټین، اړین شحمي اسیدونه او انټي اکسیډنټ موندل کېږي، خو پوښتنه دا ده چې وچې مېوې باید په کومه اندازه وخوړل شي؟

په دې موږ ټول پوهېږو چې وچې د روغتیا لپاره ګټوره وي، خو په دې شرط چې په برابره اندازه وخوړل شي. په دې تړاو روغتیاپالان وایي چې هره ورځ باید ۲۰ ګرامه وچه مېوه وکارول شي.

بادام: بادام د زړه، دماغو او پوستکي روغتیا لپاره غوره ګڼل کېږي. د بادام په جوړښت کې ویټامین اي، میګنیزیم او پوتاشیم وي، چې د زړه روغتیا ګټور وي او هره ورځ باید له څلورو تر اوو دانو بادامو پورې وخوړل شي.

پسته: پسته، چې د طاقت، انرژۍ او پیاوړتیا نښه ده، یوه داسې مېوه ده چې هر څوک یې خوښوي. پسته د نورو وچو مېوو په پرتله ډېر پروټین او لږ غوړ لري او ترڅنګ یې اولیک اسید، ویټامین اي او کیروټین هم لري او په ورځ کې باید ۲۰ ګرامه وخوړل شي.

اغوزان: اغوز، چې په ډېره اندازه پروټین، ویټامین اي، منرالونه، اومیګا تري او شحمي اسیدونه لري، د زړه لپاره ګټور وي او له درېیو تر څلورو پورې باید وخوړل شي.

خرما: خرما چې په زیاته اندازه اړین ویټامینونه او منرالونه لري، د روغتیا لپاره خورا اړین وي او هره ورځ باید یوه یا دوه دانې خرما وخوړل شي.

کاجو: کاجو که څه هم لوړ بیه مېوه ده خو ډېر غذایي مواد هم لري. په دې مېوه کې میګنیزیم او پوتاشیم وي چې روغتیا ته خورا ګټور وي. اړین ویټامینونه، انټي اکسیډنټ هم لري چې د زړه لپاره ښه وي، د سرطان، وینې فشار، شکر او نورو ناروغیو ته ګټور وي.

کشمش یا مویز: مویز د اوسپنې، فایبر، پوتاشیم، میګنیزیم او انټي اکسیډنټ لرونکې مېوه ده، چې هره ورځ باید استعمال شي او روغتیاپالان د ورځې پنځه مویز سپارښتنه کوي او د زړه، غاښونو، ژامو، وینې فشار او د پوستکي لپاره ګټوره مېوه ده.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …