کورپاڼه / خبرونه / نوین الحق هم د (زېنب) په نوم ماشومې سره مرسته کوي
زینب او نوین الحق

نوین الحق هم د (زېنب) په نوم ماشومې سره مرسته کوي

د زېنب په نوم یوه ماشومه چې په کابل کې اوسېږي او د ټولې کورنۍ سرپرستي ورپه غاړه ده، له څو ورځو راهیسې یې په ټولنیزو رسنیو کې عکسونه خپرېږي، چې د خلکو پام یې خپل کړی دی.

د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي نوین الحق د دغه ماشومې یوه ویډیو په خپل فېسبوک اکاونټ کې خپره کړې ده او له خلکو څخه یې پوښتنه کړې ده، چې د دغه ماشومې سره د اړیکې لپاره دې ورسره شمېره شریکه کړي.

ښايي، هغه غواړي چې له دغه ماشومې سره مرسته وکړي، د دې تر څنګ د ملي لوبډلې د مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان بنسټ هم د دغه ماشومې کور ته ورغلی او د ماشومې سره یې د خوراکي توکو ترڅنګ د کتابونو او نورو شیانو مرسته کړې ده.

همدا راز ځینو نورو کسانو هم د یادې ماشومې سره د مرستې ژمنه کړې ده، ځینو کسانو د هغې د ښوونځي او د کور جوړولو په اړه هم ویلي دي.

دا ماشومه په کابل کې ژوند کوي، ویل کېږي چې پلار یې پـو ډ ر ي دی او د خپلې ټولې کورنۍ سرپرستي دغه ماشومې ته ورپه غاړه ده، چې اوس یې ډېر خلک مرستې ته راوړاندې شوي دي.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …