کورپاڼه / تجارتي ليګونه / سنرایزرز حېدراباد: لکنو لوبډله راشد خان هڅوي چې موږ سره پاتې نه شي
راشد خان

سنرایزرز حېدراباد: لکنو لوبډله راشد خان هڅوي چې موږ سره پاتې نه شي

د ای پي ایل (هند تجارتي لیګ) دوه لوبډلې د راشد خان د اخیستو په سر په جنجال اوښتي دي او خبره ان د هند کرکټ بورډ ته رسېدلې ده، چې دوی وايي په اړه يې پلټنې کوي.

څو ورځې وړاندې د راشد خان په اړه ځینو رسنیو خبرونه خپاره کړل، چې هغه د سنرایزرز حېدراباد لوبډلې ته ویلي دي، چې باید د لومړي لوبغاړي په توګه یې له ځان سره وساتي، که نه وي نو بیا دې یې خوشې کړي، تر څو بولۍ ته وړاندې شي.

خو اوس تازه ځینو رسنیو خبرونه ورکړي دي، چې د سنرایزرز حېدراباد لوبډلې د هند کرکټ بورډ ته شکایت کړی دی، چې د ای پي ایل نوې لوبډلې، لکنو، راشد خان هڅولی دی، چې د دوی له لوبډلې سره پاتې نه شي.

په راپورونو کې ویل شوي دي، چې د هند کرکټ بورډ د حېدراباد لوبډلې شکایت اورېدلی دی او ویلي یې دي چې دوی پلټنې کوي او که داسې څه یې پېدا کړل، نو په اړه به یې اقدام وکړي.

د یادولو وړ ده چې راشد خان له تېرو څو کلونو راهیسې له سنرایزرز حېدراباد سره لوبېږي، خو د لومړي لوبغاړي او دویم لوبغاړي ترمنځ د پنځه کروړه هندي روپیو خبره ده، چې حېدراباد غواړي کین ویلیمسن د لومړي لوبغاړي او راشد خان د دویم لوبغاړي په توګه له ځان سره وساتي، خو راشد خان بیا غوښتنه کړې ده چې هغه دې د لومړي لوبغاړي په توګه له ځان سره وساتل شي.

همدا راز د ای پي ایل راتلونکي پړاو ته دوه نوې لوبډلې هم زیاتې شوې دي، چې په دغه کې یوه د لکنوو په نوم ده، چې ۷۰۹۰ کروړه هندي روپیو اخیستل شوې ده، سږکال به د ای پي ایل د لوبغاړو بولي هم په لویه کچه ترسره کېږي او ښايي ډېر لوبغاړي پکې د پخوانو کلونو په پرتله په ډېرو لوړو بیو واخیستل شي.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …