کورپاڼه / هنر او کلتور / حریم شاه: کومې ښځې چې د خاوند خدمت نه شي کولی، واده دې نه کوي
حریم شاه

حریم شاه: کومې ښځې چې د خاوند خدمت نه شي کولی، واده دې نه کوي

د پاکستان مشهورې او لانجمنې ټک ټاکرې حریم شاه په یوه تازه مرکه کې ویلي دي، چې کومې ښځې د خاوند خدمت نه شي کولی یا نه غواړي چې خدمت یې وکړي، نو هغوی ته پکار ده چې واده ونکړي.

حریم شاه چې له ډېرو سیاستوالو سره یې عکسونه او ویډیوګانې خپرې شوې وه، له امله یې ډېره مشهوره شوه، چې اوس له پاکستان څخه وتلې او ترکیې ته تللې ده.

نوموړې په یوې انلاین خپرونې کې د عمران خان سره د عکس اخیستو په اړه وویل، چې دا یې د خوښې عکس دی، ځکه چې عمران خان یې خوښېږي او د هغې په ګوند کې ده.

حریم شاه همدا راز د واده یا د ښځو د احتجاجونو په اړه وویل، چې دا د ښځې ذمه واري ده چې د خپل خاوند خدمت وکړي، که چېرته ښځې د خاوند لپاره ډوډۍ نه شي تیارولی او د هغه کالي نه شي وینځلي، نو بیا دې بېخي واده نه کوي.

نوموړې دا هم وویل، چې هرې ښځې ته باید دا حق ورکړل شي، چې هغه کار وکړي، زده کړې ترلاسه کړي او د خپل د ژوند ملګري انتخاب په خپله وکړي.

دا هم ولولئ

نجیبه فیض

نجیبه فیض په پاکستان کې د سیکانو ګوردوارې ته تللې

د پښتو او اردو سریالونو مشهوره اداکاره، موډله او د ټلویزیوني خپرونو کوربنه نجیبه فیض …