کورپاڼه / روغتيا / د الوویرا جیل د شکر ناروغۍ لپاره ګټور وي

د الوویرا جیل د شکر ناروغۍ لپاره ګټور وي

که د پوستکي ساتنه وي یا د زخم درملنه، د ایلوویرا جیل د دې ټولو ستونزو د حل لپاره حیرانوونکې تمامېږي. خو خبره په همدې ځای نه ختمېږي بلکې د ډېرو ناروغیو لپاره د درملو په توګه هم کارول کیږي.

د شکر ناروغۍ پرمهال د انسولین کمښت د دې لامل کیږي چې په بدن کې د ګلوکوز کچه لوړه شي او د منظمولو لپاره یې انسولینو ته اړتیا ده. د کارپوهانو په وینا، د شکرې ناروغۍ وروسته د زړه ناروغۍ او فالج خطر څو چنده زیاتیږي او د همدې ناروغۍ په سبب عصبي ستونزې، د سترګو کمزوري، د زخمونو درملنې ستونزې او نورو انتاني ناروغیو خطر زیاتوي.

څیړنو ښودلې چې د الوویرا جیل په وینه کې د خراب کولیسټرول (Lipid Profile) او (Hyperglycemia) په کمولو کې، چې په عام ډول د شکر ناروغۍ او د زړه ناروغۍ لوی لامل کېږي، مهم رول لوبوي.

د څېړنې په لومړي پړاو کې ځینې داسې میرمنې شاملې شوې، چې د شکر ناروغي یې تشخیص شوې وه، دوی ته د شپږو اونیو لپاره د الوویرا جیل پرته له درملو ورکړل شوي، چې د ګلوکوز په کچه کې یې د پام وړ کمښت راوست.

په دویمه پراو کې د الوویرا جیل، د شکر ناروغۍ ځانګړي درمل او غلط درمل یوځای ورکړل شوه. چې د الوویرا جیل ګروپ کې د ټرای ګلیسریډ او د وینې ګلوکوزو کچه د پام وړ کمه شوه.

دا څېړنه ښیي چې د الوویرا جیل د شکر ناروغۍ ضد خاصیت لري او په راتلونکي کې د دې ناروغۍ لپاره د درملو په توګه کارول کیدی شي.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …