کورپاڼه / کرکټ / وهاب ریاض: درې کاله نور هم د خپل هېواد لپاره لوبه کولی شم

وهاب ریاض: درې کاله نور هم د خپل هېواد لپاره لوبه کولی شم

د پاکستان ټیسټ کرکټر وهاب ریاض د پاکستان لوبډلې ته د بیرته راستنیدو په لټه کې دی او د راتلونکي کال شل اوریز نړیوال جام او په ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوال جام لوبولو یې هدف دی.

وهاب ریاض، چې اوسمهال په ټي ټین لیګ کې لوبېږي، له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې په دې لټه کې دی ترڅو بېرته لوبډلې ته راستون شي.

هغه ویلي چې درې کاله نور هم د خپل هېواد لپاره لوبه کولی شي او د راتلونکي کال شل اوریز نړیوال جام او د ۲۰۲۳ کال کرکټ نړیوال جام ته سترګې په لار دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د نړۍ په ټولو لیګونو کې لوبېږم خو د خپل هېواد لپاره لوبه کول راته لومړیتوب لري. وهاب ریاض ویلي چې لوبډله مې ډېره یادېږي او هیله لرم چې خوارۍ مې پایلې ولري.

پاکستان ته د کرکټ د بېرته راتګ په اړه وهاب ریاض ویلي، چې د پي ایس ایل له امله نړۍ ته معلومه شوه چې پاکستان یو خوندي هېواد دی.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

ای پي ایل کې مجیب الرحمان د ۲ کروړه روپيو کټګورۍ کې نوملیکنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان د ای پي ایل …