کورپاڼه / روغتيا / د وچ ټوخي لپاره پنځه کورنۍ درملنې

د وچ ټوخي لپاره پنځه کورنۍ درملنې

ژمی د زکام او ټوخي په ګډون یو شمیر نورې ناروغۍ هم له ځانه سره راوړي. ټوخی په دوه ډوله دی، یو یې وچ ټوخی دی، که پر وخت یې درملنه ونشی، په دایمي ناروغۍ بدلیږی.

د وچ ټوټي تر ټولو عام لامل د حساسیت مختلف ډولونه دي، خو نور عوامل هم شته لکه ګردجنه او وچه هوا. که چېرته د دې لپاره په دوامداره توګه درمل استعمال شي، نورې ستونزې هم پیدا کوي.

شات: شات ګڼې روغتیایي ګټې لري او په عمومي روغتیا هم خورا ښه اغیزې لري. دا د بکتریا ضد خاصیت لري او په مبارزه کې یې مرسته کوي.

لیمو: لیمو، چې د ویټامین سي یوه مهمه سرچینه ده، د د ډیرو ناروغیو د درملنې وړتیا لري. د وچ ټوخي لپاره یو پر څلورمه برخه لیمو راواخلئ، مالګه او مرچ پرې واچوئ او جوس یې وکاروئ. خو د هغو خلکو لخوا باید ونه کارول شي چې د وینې لوړ فشار او کمزوری زړه لري.

مالګې اوبه: د ستوني درد په صورت کې په ګرمو اوبو کې د مالګې په ګډولو سره غړغړه کول ستوني ته آرام ورکوي اوذد وچې ټوخي لپاره هم ښه درملنه ده.

بادام: ښایي حیران شئ چې بادام له پخوانیو وختونو راهیسې د وچ ټوخي لپاره د درملو په توګه کارول کیږي. د دې لپاره یوازې څو دانې بادام د نارنج جوس سره ګډ کړئ.

ادرک: ادرک له مسیحا څخه کم نه دی، که چېرته د ادرک اوبه له شاتو سره ګډې شي، نو د وچ ټوخي په درملنه کې کارول کیږي او د ښه پایلو لپاره یې د شپې پرمهال وکاروئ.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …