کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د هند او نیوزیلېنډ لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه مساوي شوه

د هند او نیوزیلېنډ لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه مساوي شوه

د هند او نیوزیلېنډ لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبلړۍ د اولې ټیسټ لوبې پنځمه ورځ هم پای ته ورسېده او لوبه په مساوي ډول ختمه شوه. د دې لوبې غوره لوبغاړی شریاس اییر شو، دا د هغه لومړۍ لوبه وه، چې په یوه پاڼۍ کې یې سلیزه او بله کې نیمه سلیزه ووهله.

دغه لوبه د هند په کوربتوب په کانپور کې ترسره شوه، چې په پیل کې هند لوبډلې د لوبې د پچې تر ګټلو وروسته پخپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

هند په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۱۱ اورونو لوبولو وتوانېده، چې ۳۴۵ منډې یې وکړې، چې شوبمن ګېل ۵۲، چیتشورا پوجارا ۲۶، انجکیا رهاني ۳۵، شریاس اییر ۱۰۵، رویندرا جدیجا ۵۰ او رویچندران اشوین ۳۸ منډې وکړې.

د نیوزیلېنډ لپاره ټیم سوتي غوره توپ اچونه وکړه، هغه پنځه لوبغاړي وسوځول، دغه راز کیلي جیمیسن درې او اعجاز پټېل دوه ویکټې واخیستې.

نیوزیلېنډ د هند ۳۴۵ منډو په تعقیب ۱۴۲ اورونه ولوبول او ۲۹۶ منډې یې وکړې، چې ویل ینګ ۸۹ او ټام لیتم ۹۵ منډې وکړې. د هند لپاره اکشر پټېل پنځه، رویچندران اشوین درې، اومیش یادیو او رویندرا جدیجا یوه-یوه ویکټ اخیستې.

هند په دویمه پاڼۍ کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۴ منډې وکړې، پاڼۍ ډیکلیر کړه او نیوزیلېنډ ته یې د ۲۸۴ منډو هدف وټاکه، چې شریاس اییر ۶۵، وریدیمان ساها ۶۱ او رویچندران اشوین ۳۲ منډې وکړې. د نیوزیلېنډ لخوا کیلي جیمیسن او ټیم سوتي درې-درې او اعجاز پټیل یوه ویکټ ترلاسه کړه.

نیوزیلېنډ د هند د ۲۸۴ منډو په ځواب کې ۹۸ اورونه ولوبول او د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۵ منډې وکړې او لوبه یې مساوي پای ته ورسېده، چې له ډلې یې ټام لیتم ۵۲، کین ویلیمسن ۲۴، ویلیم سومیرویلي ۳۶ ترټولو زیاتې منډې وکړې. د هند لپاره رویندرا جدیجا څلور، رویچندران اشوین درې، اومیش یادیو او اکشر پټیل یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …