کورپاڼه / روغتيا / هغه خوراکي توکي چې د اوږد او سالم ژوند لپاره ګټور وي

هغه خوراکي توکي چې د اوږد او سالم ژوند لپاره ګټور وي

څوک دا هیله نلري چې سالم، اوږد او ښه ژوند ولري، خو په اوسني دور کې دا ډول هیله لرل د مرغۍ له شېدو سره برابره ده او د دې ستونزې بنسټیز لامل د پروسیس شوو او غیر معیاري خوړو استعمال دی.

په اوسني وخت زیاتره خلک له کور څخه بهر خوراک خوښوي، چې په هغې کیمیاوي خوراکي هم شامل دي. که چېرته د یوه ښه، سالم او صحت ژوند په لټه کې یاست، نو لاندې غذایي توکي پخپل غذایي رژیم کې شامل کړئ.

اومیګا تري: اومیګا تري له وخته وړاندې د مړینې خطر کموي. څېړنو ښودلې هغه کسان چې د ماهي غوښه خوري، د هغوی په پرتله چې دا خوراکي توکي نه خوري، د ناڅاپي مړینې خطر یې نهه سلنه کم وي.

مېوې: مېوې په طبیعي ډول غذایي توکي لري، چې د جدي ناروغیو څخه خوندیتوب رامنځته کوي.

اوبه: د ډېرو اوبو استعمال په هر عمر کې مهم او اړین وي. اوبه د بدن د هرې غړي اړتیا ده او که چېرته د اوبه له کمښت سره مخ شو نو له زیاتو ناروغیو سره مخ کېدلی شو.

سبزیجات: شنه سبزیجات د انسان د روغتیا لپاره خورا اړین وي او انسان له ګڼ شمېر ناروغیو څخه خوندي ساتي.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …