کورپاڼه / خبرونه / ضمیر خان، چې له مجبورۍ یې خپل هیلمټ پلوره، کرکټ بورډ یې غږ واورېده

ضمیر خان، چې له مجبورۍ یې خپل هیلمټ پلوره، کرکټ بورډ یې غږ واورېده

تېره ورځ پر ټولنیزو رسنیو کې د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي ضمیر خان هغه پوسټ ډېر لاس په لاس، چې نوموړي پکې د مجبورۍ له امله د خپل هیلمت د پلورلو اعلان کړی و.

د ضمیر خان یاد پوسټ تر حده خپور شو، چې کرکټ بورډ ته غږ ورسېده او د کرکټ بورډ سرپرست رییس میرویس اشرف له هغه څخه کرکټ بورډ د راتګ غوښتنه وکړه.

کرکټ په دې تړاو لیکلي:((د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف او اجراییه رییس ښاغلي نصیب خان د ملي لوبډلې له پخوانی لوبغاړی ضمیر خان سره نن سهار په افغانستان کرکټ بورډ کې ولیدل.))

د راپور پر اساس میرویس اشرف د ضمیر خان هڅې او خدمتونه وستایل او د مرسته ډاډ یې ورکړ او هغه پخپله هم له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه، چې غږ یې واورېدل شو.

ضمیر خان د افغانستان لپاره یوه شل اوریزه نړیواله او د دویمه درجه هېوادونو سره پنځه سیالۍ ترسره کړي او د الف لوبډلې په ګټه یې لیست ای سیالۍ هم کړي دي.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …