کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان سبا ورځ ۹۳ منډو ته اړتیا لري

پاکستان سبا ورځ ۹۳ منډو ته اړتیا لري

د بنګله دېش او پاکستان لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو په اولې ټیسټ لوبه کې پاکستان سبا ورځ په لس ویکټو ۹۳ منډو ته اړتیا لري.

دغه لوبه د بنګله دېش په کوربتوب ترسره کېږي، چې د لوبې په پیل کې بنګله دېش لوبډلې پچه وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

بنګله دېش په لومړۍ پاڼۍ ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۵ اورونه ولوبول او ۳۳۰ منډې یې وکړې، چې لیتن داس ۱۱۴، مشفیق الرحیم ۹۱ او مهدي حسن ۳۸ منډې وکړې.

د پاکستان لپاره حسن علي غوره توپ اچونه وکړه، هغه پنځه ویکټې ترلاسه کړې. دغه راز
شاهین افریدي او فهیم اشرف دوه او ساجد خان یوه ویکټ ترلاسه کړه.

پاکستان د بنګله دېش د ۳۳۰ منډو په ځواب کې ۱۱۵ اورونه ولوبول، ټول لوبغاړي یې وسوځېدل، ۲۸۶ منډې یې وکړې او ۴۴ منډې قرضداره شو.

د پاکستان لپاره عابد علي ۱۳۳، عبدالله شفیق ۵۲ او فهیم اشرف ۳۸ ترټولو زیاتې منډې وکړې. د بنګله دېش لپاره تاج الاسلام اوه، عبادت حسین دوه او مهدي حسن یوه ویکټ ترلاسه کړه.

بنګله دېش په دویمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۵۶.۲ اورونه ولوبول، ۱۵۷ منډې یې وکړې او پاکستان ته یې ۲۰۲ منډې هدف وټاکه، چې لیتن داس ۵۹ او یاسر علي ۳۹ تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د پاکستان لپاره شاهین افریدي پنځه، ساجد علي درې او حسن علي دوه ویکټې ترلاسه کړې.

پاکستان د څلورمه ورځې تر پایه ۳۳ اورونه پرته له کوم زیان څخه ولوبول او ۱۰۹ منډې یې وکړې، چې عابد علی ۵۶ او عبدالله شفیق ۵۳ منډو باندې ولاړ دي. پاکستان سبا ټوله ورځ او لس ویکټې له ځان سره لري او ۹۳ منډو ته اړتیا لري.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …