کورپاڼه / هنر او کلتور / د سلمان خان خورزه هم فلمونو ته د راتګ لپاره چمتو ده

د سلمان خان خورزه هم فلمونو ته د راتګ لپاره چمتو ده

د هندي سینما یا د بالیووډ ستوري سلمان خان د کورنۍ یو بل غړی هم ښایي فلمي نړۍ ته راشه.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د سلمان خان خورزه علیزي اګنی هوتري به د بالیووډ په یوه رومانتيک فلم کې د لومړي ځل لپاره ولېدل شي او له همدې ځایه به خپل فلمي ژوند پیل کړي.

ویل کېږي چې علیزي له تېرو دوو کلونو راهیسې په ځان کار کوي او غواړي چې د خپلې اداکارۍ وړتیاوې نورې هم زیاتې کړي او د کار کولو لپاره ځان چمتو کړي.

د علیزي والدین وایي، چې د دوی لور چمتو ده ترڅو له سلمان خان سره خپل فلمي ژوند پیل کړي. راپور زیاتوي چې علیزي به راتلونکې میاشت د سلمان خان له پروډکشن سره کار پیل کړي او سلمان خان به د خپلې خورزې د کار ساتنه وکړي.

په راپور کې ویل شوي دي چې په دې تړاو زیات معلومات نشته او ټولې خبرې د راز په بڼه ساتل شوي، ځکه سلمان خان پخپله غواړي چې د دې خبرې اعلان وکړي.

دا هم ولولئ

شاه رخ خان، سلمان خان، عامر خان او اکشی کمار

د بالیووډ مشهور اداکاران په یو فلم کې د کار کولو څومره پېسې اخلي؟

په هند کې د بالیووډ سینما یو له هغه سینماګانو څخه دی، چې په لویه …