کورپاڼه / ريکارډونه / هندي لوبغاړي شریاس اییر ریکارډ جوړ کړ

هندي لوبغاړي شریاس اییر ریکارډ جوړ کړ

د هند کرکټ ملي لوبډلې د میډل ارډر توپ وهونکي شریاس اییر لومړی هندي لوبغاړی شو، چې پخپله لومړۍ ټیسټ لوبه کې سلیزه او نیمه سلیزه وهي.

شریاس اییر دا کارنامه د نیوزیلېنډ پر وړاندې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې، چې نن بې پایلې پای ته ورسېده، ترسره کړه او خپله لوبډله یې له سختو ستونزو ویستله.

نوموړي په لومړنۍ پاڼۍ کې ۱۰۵ منډې وکړې او په دویمه پاڼۍ کې هم له ۶۵ منډو جوړولو وروسته د پویلین لار ونېوله. هغه لومړی هند خو په نړیواله کچه لسم لوبغاړی چې دا ډول کارنامه کوي.

سربېره پر دې هغه دریم لوبغاړی شو چې په لومړنۍ ټیسټ لوبه کې په دواړو پاڼیو کې نیمه سلیزې جوړوي، له دې وړاندې په ۱۹۳۳ کال دلاور حسین د انګلستان پر وړاندې ۵۹ او ۵۷ منډې جوړې کړې وې.

همدا راز سنیل ګاوسکر د ویسټ انډیز لوبډلې پر وړاندې د ۱۹۷۰-۷۱ لړۍ کې ۶۵ او ۶۷ ناسوځېدلې منډې کړې او خپل لوبیز ژوند یې پیل کړی و.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …